د هند په سیکیم ایالت کې د ځمکې ښویېدنې له امله ۶ تنه مړه شوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د دغې پېښې له امله سیمې ته غځېدلې لارې هم تړل شوې دي.
په راپور کې راغلي، د ځمکې ښویېدنې له امله د ۱۱ بهرنیانو په ګډون لږ تر لږه ۲ زره ګرځندویان هم بند پاتې دي.
سیمه ییزو مسوولینو ویلي، د بندپاتې ګرځندویانو ژغورنې لپاره هڅې روانې دي خو په خبره یې، تر دې دمه پر دغه چاره نه دي بریالي شوي.
د چین نیپال او بوټان ترمنځ د سیکیم ایالت چې شاوخوا ۶۵۰ زره نفوس لري د ګرځندویانو لپاره د پام وړ ځای ګڼل کیږي.
دغه ځای کې بیا د نامناسبې هوا له امله ډېرې طبیعي پېښې هم رامنځته کیږي.
سیکیم ایالت کې تېر کال هم د همالیا له یوه یخچالي جهیله د سېلابونو راوتلو له امله نږدې ۱۷۹ تنه مړه شوي و.