په شمالي نیمه کره کې د اوړې رارسېدو لسګونه تنه مړه کړي او سلګونه نور یې اغېزمن کړي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، کارپوهان په دې باور دي چې د اقلیم بدلون ممکن بې سارې تودوخه راولي چې د تېر کال د دوبي ریکارډ مات کړي او دا به په وروستیو کلونو کې ترټولو ګرم موسم وي.
سعودي عربستان کې سږکال شاوخوا دوه میلیونه حاجیان له سختې ګرمۍ سره مخ شول چې د راپورونو لمخې، سلګونه تنه د تودوخي د سانټي ګراډ د ۵۱ درجې هوا له امله مړه شوي او شاوخوا ۴۰ تنه نور هم ورک دي.
د مدیترانې سره پر پوله پراته هېوادونه د سختې تودوخې سره مخ دي، چې له پرتګاله تر یونان او الجزایر پورې د ځنګلي اورونو لامل شوي دي.
سربیا د تودوخې شاوخوا ۴۰ درجې وړاندوینه کړې او روغتیایي خبرداري یې ورکړي دي کړي.
مونټینیګرو هم ورته خبرداري ورکړي او له خلکو یې غوښتي چې د غرمې پرمهال له ګرم لمره لیرې اوسي.
په راپور کې راغلي امریکا کې هم د تودوخي له سختو څپو سره مخ دي، نیویارک یخچالي بیړني مرکزونه پرانستې دي او د اریزونا ځینو برخو کې هم د تودوخې د اټکل لمخې تر ۴۵،۵ درجې سانټي ګراد پورې د سختې تودوخې خبرداری ورکړل شوی دی.
په نیو میکسیکو کې اورلګېدنې دوه کسان وژلي، ۲۳زره جریبه ځمکه یې سوځولې، ۵۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي او نږدې ۱۰۰ میلیونه امریکایان یې د سختې ګرمۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.
راپورونه ښیي چې نیویارک او د اتلانتیک منځنۍ سیمې به د روانې اونۍ تر پایه د تودوخي له لوړې درجې شاهدې اوسي.