د امریکا ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد د سترې محکمې لخوا ډونلډ ټرمپ ته د خوندیتوب پر ورکړې نیوکه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ښاغلي بایډن زیاته کړې چې دغې پرېکړې «خطرناکه زمینه» رامنځته کړې چې کولای شي ولسمشران په پاچاهانو بدل کړي.
بایډن ویلي:«د دغه ملت بنسټ د هغه اصل پر اساس اېښودل شوی چې، په امریکا کې هېڅوک پاچاه نهدی. موږ هر یو د قانون پر وړاندې برابر یو. هېڅوک له قانون څخه لوړ نهدي، حتا د امریکا ولسمشر. دا یوه خطرناکه زمینه ده، ځکه نور به د ریاست جمهورۍ دفتر قدرت به د قانون په واسطه محدود نهشي. محدودیتونه به یوازې د ولسمشر لخوا تعیین شي.»
بایډن د امریکا له خلکو غوښتي چې د نومبر په ټاکنو کې د ډونلډ ترمپ له ردولو سره دغه حکم ته ځواب ورکړي.
بایډن زیاتوي:«اوس د امریکا خلک باید داسې کار وکړي چې، محکمه د هغه ترسراوي ته لېواله وي؛ خو نه ده. د امریکا خلک به د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې پر نسبت به قضاوت وکړي.»
د امریکا سترې محکمې تېره ورځ ډونلډ ټرمپ ته د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د هغه د کړنو په تړاو له محاکمه کېدو څخه خوندیتوب ورکړی دی.