Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسراییل له حماس سره د خبرو د پیل لپاره پلاوی استوي

د اسراییل لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر جو بایډن ته ویلي، حماس سره به د یرغمل شویو د خوشې کولو په موخه د خبرو اترو د بیا پیل لپاره پلاوی واستوي. 

خو مالومه نه ده چې اسراییلي پلاوی به د خبرو اترو لپاره چېرته لاړ شي. 

رویټرز د اسراییلو د مرکچي پلاوي د یوه غړي په حواله د نوم نه ښودلو په شرط راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ د حماس له لوري د ارزول شوي وړاندیز ترلاسه کولو وروسته د یوې هوکړې فرصت شته دی. 

د اسراییلي مرکچي پلاوي غړي پرته له دې چې جزییات ورکړي، ویلي: « د حماس له لوري د یوه پرمختګ په ګډون وړاندیز ډېر مهم دی.»
 
تر دې وړاندې حماس ویلي و چې هر ډول تړون باید جګړه پای ته ورسوي، اسراییل دې ته اړ کړي څو له غزې په بشپړه توګه ووځي او د اسراییلي یرغمل شویو په بدل کې د فلسطینیانو د خلاصون لامل شي.

اسراییلو هم اعلان کړی چې تر هغه وخته  چې غزه د حماس تر واکمنۍ لاندې وي، په جګړه کې یوازې لنډمهالې ځنډ مني.

شریک یي کړئ