د خان یونس په سیمه کې د ملګرو ملتونو سازمان پر هغه ښوونځي چې، ګڼ شمېر بېځایه شویو فلسطنیانو پناه وروړې، د اسراییل د هوايي برید په پایله کې ۲۹ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي چې، دغه ښوونځی د ګڼ شمېر بېځایه شویو فلسطینیانو پناهځای و.
د غزې تړانګې اوسېدونکې ام سلیمان وویل:«هغه له ځينو اوسېدونکو سره د متنبي په ښوونځي کې وو او د هغه ښوونځي په دروازه کې د اسراییلي ځواکونو له خوا په نښه شول. اسراییلیان ماشومان په نښه کوي، او یوازې د ماشومانو، انسانانو پر وژلو او د ودانیو پر ورانولو کې بریالي دي؛ خو هغوی نه مقاومت مات کړ او نه به یې مات کړای شي.»
د غزې تړانګې بل اوسېدونکی هم وايي:«زه د ښوونځي د دروازې تر خوا ولاړوم، زه بیرون ولاړم چې، خپلو ماشومانو ته توکي راوړم چې، برید وشو یوې ځواکمنې چاودنې ټول هرې وخوا ته وغورځول، هېڅ امبولانس نهو، کابو یو ساعت یا ۴۰ دقیقې وخت یې ونیو چې، امبولانس راورسېد.»
ورته مهال د فلسطیني بېځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستې او کار ادارې (انروا) وايي چې، د غزې په تړانګه کې تر ۱۸ کلونو کم عمره کابو یو مېلیون ځوانان چې د ابتدايي او متوسطې ښوونځيو زدهکوونکي هم پهکې شامل دي، په کنډوالو کې په بد وضعیت کې ژوند کوي.
د فلسطیني بېځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د مرستې او کار ادارې یا انروا عالي کمېشنر فیلیپ لازاریني وویل:«موږ نن په غزه کې تر ۱۸ کلونو کم عمره کابو یو مېلیون تنه لرو چې، د هغوی څه باندې ۶۰۰ زره تنه یې په ابتدايي او منځنیو ښوونځیو کې دي؛ خو اوس هغوی ټول په کنډوالو کې ژوند کوي او سخت زیان یې لیدلی دی.»
د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې له پيله تراوسه، څه باندې ۳۸ زره او ۲۴۰ فلسطینیان وژل شوي او ۸۸ زره او ۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي.