د غزې په تړانګه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې، پر دغې سیمه د اسراییلو د هوايي بریدونو پر دوام، نن (چهارشنبې) لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي.
له دغو بریدونو سره هممهاله، د اسراییلي ځواکونو ټانګونو د غزې په سوېل کې د رفح سیمې په لور په محدوده بڼه پرمختګ کړی دی.
د دغو چارواکو په وینا، د غزې تړانګې په مرکز الزویده کې پر یوه کور د اسراییلو په یوه هوايي برید کې ۸ تنه وژل شوي دي. ورته مهال د نصیرات په پنډغالي کې یو بل کس هم په یوه بل برید کې وژل شوی دی.
یوه ورځ مخکې هم په دغه پنډغالي کې پر یوه ښوونځي د اسراییلو د هوايي بریدونو په پایله کې، ۲۳ تنه وژل شوي وو.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو ویلي چې، د اسراییلي ځواکونو ټانګونو د غزې تړانګې په مرکز کې د البریج او المغازي پنډغالو ختیځې سیمې هم په نښه کړې دي.
د غزې روغتیايي چارواکو ویلي چې، د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اوومې نېتې تراوسه، څه باندې ۳۸ زره فلسطینیان د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه