د عدالت نړۍواله محکمه وایي، د اسراییلو له لوري د فلسطینیانو د مېنو او ښارګوټو ښکیلاک غیر قانوني دی.
درویټرز خبري اژانس راپور ورکړې چې دغې محکمې له اسراییلو غوښتي څو ژر تر ژره دغه ښکیلاک پای ته ورسوي.
د عدالت نړۍوالې محکمې ویلي: « په لويديځه غاړه او ختيځ بيت المقدس کې د اسرایيلو ميشت ځايونه او له هغو سره تړلی رژيم د نړۍوالو قوانينو په سرغړونو سره جوړ او ساتل کيږي.»
د فلسطین بهرنیو چارو وزارت دغه نظریه تاریخي بللې او له ټولو دولتونو یې غوښتي څو پر دغې نظریې غور وکړي.
خو د اسراییلو بهرنیو چارو وزارت بیا دغه نظریه رد کړې او دا یې "ناسمه" یاده کړې ده.
د عدالت نړۍوالې محکمې دغه موضوع د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غوښتنې پر بنسټ چې د روان کال په لومړیو کې جوړه شوې وه، څیړلې ده.
په دې اړه مو اندونه