اسراييلي ځواکونو د ټانکونو پر مټ د غزې په خان یونس کې برید کړی چې ۷۰ پکې وژل شوي او ۲۰۰ نور ټپیان دي.
رویټرز خبر اژانس راپور ورکړی چې په غزه کې، ملکي وګړي هغه مهال له و یریدل چې اسراییلي الوتکو په ناڅاپي توګه استوګنیزې ودانۍ په نښه کړې.
د دغو بریدونو یو عیني شاهد، سمور وايي: "هیچا موږ ته ونه ویل چې ووځو. دوی څلور پوړونه په ملکي خلکو را وغورځول."
دغې پېښې ډېری هغه کورنۍ په ویر کړې چې قربانیان یې د کورنۍ غړي وو.
ورته مهال، د دیر البلاح په نږدې ښارګوټي کې، د رسنیو کارکوونکو ته هم ډیر زیان ور اړولی دی.
په سلګونو زره فلسطینیان چې له روانې جګړې د پناه په لټه کې دي، اوس یې په دغه سیمه کې پناه اخیستې ده.
سربېره پر دې، د اسراییل هوايي برید د الاقصی روغتون دننه هغه خیمه په نښه کړې چې د ځایی خبریالانو لخوا کارول کیده.
په غزه کې د حماس د دولتي رسنیو دفتر تایید کړې چې په برید کې یو خبریال وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د غزې د دولتي رسنیو د دفتر د مالوماتو لمخې، د اسراييل د بریدونو له پیله تر اوسه د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۱۶۳ تنو ته رسېدلی دی.
نړیوالې ټولنې په چټکۍ سره غبرګون ښودلی، د بشري حقونو مختلفو سازمانونو په ملکي وګړو او خبریالانو د بریدونو د سمدستي بندولو غوښتنه کړې ده.
لکه څرنګه چې جګړه دوام لري، د ملکي وګړو لپاره د خبرتیا نشتوالی او د خبریالانو په نښه کول په غزه کې د سولې او د ملکیانو د ساتنې لپاره د نویو هڅو بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.