د امریکا کانګرس ته د اسراییل د لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو د وینا سره هم مهاله، ګڼ شمېر کسانو د کانګرس ودانۍ تر څېرمه د فلسطین په ملاتړ لاریون ترسره کړ.
بنیامین نتنیاهو کانګرس ته په خبرو کې د تېر زېږیز کال له اکټوبر راهیسې د شاخوا ۳۹زره فلسطینیانو وژنه رد کړه.
د امریکا د کانګرس ډېرو ډیموکراټ غړو د بنیامین نتنیاهو دغې وېنا کې ګډون ونه کړ.
بنیامین نتیاهو د دغې وینا پر لړ کې داسې مهال له امریکا د پوځي مرستې غوښتنه کړې چې له تېرو نهو میاشتو راهیسې د نړۍ ګڼو هېوادونو غزه کې د اسراییلي ځواکونو بریدونه غندلي دي.
فلسطین کې د اسراییل روانه جګړه د سیمه ییزې شخړې ګواښ هم زیات کړی دی.
اسراییلي ځواکونو د غزې په خان یونس سیمه کې په خپلو وروستیو بریدونو کې د تېرې دوشنبې پر ورځ شاوخوا ۸۰ تنه یې وژلي او ۲۰۰ نور هم ټپیان کړي دي.
دغه سیمه کې اسراییلي ځواکونه له خلکو غوښتي څو خپلې مېنې پرېږدي.