هند وایي له چین سره په پوله کې د پوځي تیارسي حالت پایته رسولو لپاره د دغه هېواد سره هوکړې ته رسېدلی دی.
دغه هوکړه سویل ختیځو اسیایي هېوادونو د ټولنې د غونډې په څنډه کې د هند او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په لیدنه کې شوې ده.
جی شنکر او وانګ یي دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دغه پوله د شته مسلو پر حل ټینګار کړی دی.
دغه کرښه د چین او هند تر کنټرول لاندې سیمې لویدیځ کې له لداک بیا د هند په ختیځ ایالت اروناچال پردېش پورې جلا کوي، چې چین یې په بشپړ ډول خپله خاوره بولي.
هند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو دواړه وزیرانو د موخې سره سم پر ګډ کار هوکړه کړې چې د خبرپاڼې لمخې، د چین او هند ترمنځ د عادي اړیکو لپاره په پوله کې سوله مهمه ده.
د هند او چین ترمنځ اړیکې وروسته تر هغې ترینګلې شوې چې د ۲۰۲۰ په جولای میاشت کې د دواړو هېوادونو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ په نښته کې شاخوا ۲۰ هندي او ۴ چینایي ځواکونه و وژل شول.
تر دغې نښتې وروسته چین او هند دواړو په خپلو پولو کې په وسلو سمبال لسګونه زره سرتېري ځای پر ځای کړل.
په دې اړه مو اندونه