Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزه کې د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي

اسراییلي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د غزې په سوېل کې د خان یونس ښار په شاوخوا کې د حماس پر ضد هوايي بریدونه وکړل.

یوه اونۍ وروسته له هغې چې اسراییلي ځواکونو ملکي خلکو ته د سیمې د وتلو امر وکړ، ټانکونه د خان یونس ختیځ کې د الکرارا، الزنا او بني سهیل په ښارونو کې درول شوي، چې د روغتیا پالانو په وینا په دغو سیمو کې ۳۴ فلسطنیان وژل شوي دي .

د سیمې اوسیدونکو د سختې جګړې راپور ورکړی چې په زرګونو فلسطینیان چې ډیری یې څو ځله بې ځایه شوي، د خان یونس په سویل لویدیځ الموسوي کې له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو ته او د غزې په مرکزي برخه کې دیر البلاح ته روان دي.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې مشر فلیپ لازاریني ویلي، د اسراييل پوځ له لوري د سیمې د تخلیې امر د فلسطینیانو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

د اېکس پاڼې په یوه پوسټ کې د دغې سیمې له فلسطیني اوسېدونکو غوښتل شوي چې یوازې څو ساعتونه وخت لري چې خپلې سیمې پریږدي.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د الموصي په سیمه کې، چې د بشردوستانه خوندي سیمې په توګه ټاکل شوې، هلته هم د اسراییل پوځ خلکو ته د تخلیې امر کړی ده.

پر دغه سیمه هم اسراييلي ځواکونو برید کړی چې له امله یې د څلور میاشتني ماشوم په ګډون، پنځه تنه وژلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه