د هند په سوېل، کېرالا ایالت کې د ځمک ښویېدنې له امله نن (سې شنبه، زمري ۹مه) ۵۰ تنه مړه دي.
رویټرز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د شپې ناوخته د شدیدو ورښتونو له امله د کېرالا غونډۍ پر کورونو راښویې شوې دي.
د دغې پېښې ډېری قربانیان کاریګران او د دغو کاریګرو کورنۍ دي چې په لنډمهالو څادرونو کې ویده وو.
د دغه راپور په یوه برخه کې د هندي چارواکو له قوله ویل شوي: «څه باندې ۵۰ جسدونه موندل شوي دي، خو ګرانه ده چې کره شمېره وړاندې کړو. ځکه د بدن ډېری غړي په سیند کې لیدل شوي دي.»
ویل کیږي چې د دغې پېښې ډېری قربانیان تر اوسه لا درکه دي.
د ایالتي چارواکو په وینا، د پېښې په سیمه کې ۳۵۰ کسان اوسېدل چې اوس ۲۵۰ تنه ژغورل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه