Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسماعیل هنیه؛ د اسراییل پر وړاندې د فلسطین د مقاومت غږ ترور شو

د حماس یو له مهمو سیاسي څېرو اسماعیل هنیه، نن سهار (چهارشنبې، د زمري پر ۱۰مه) په ایران کې په یوه برید کې ترور کړل شو.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د سپاه پاسداران له قوله تایید کړې چې، نوموړی په تهران کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی؛ خو د دغې پېښې په تړاو تراوسه ډېر جزییات نه‌دي ورکړل شوي.

سپاه پاسداران اعلان کړی چې، ښاغلی هنیه د مسعود پزشکیان د لوړې له مراسمو وروسته په تهران کې د اسراییل له لوري په نښه شوی دی.

اسماعیل هنیه چې، د اسراییل د نیواک پر وړاندې د فلسطنیانو د مقاومت او مبارزې د سمبول په توګه پېژندل کېده، په ۱۹۶۲ زیږدیز کال کې د غزې تړانګې د الشاطي په پنډغالي کې نړۍ ته سټرګې پرانیستې دي.

هغه د غزې په اسلامي پوهنتون کې زده‌کړې وکړي او په عربي ژبه او ادبیاتو کې یې له دغه پوهنتون څخه د لېسانس سند ترلاسه کړ. د هغه ژوند له ننګونو او سرښندنو ډک و او د کورنۍ مرګ ژوبلې یې، دغه مبارزې له مخکې نورې هم ملموسې کړې دي. د اپریل په میاشت کې په غزه کې د اسراییلو په هوايي برید کې د هغه درې زامن او څلور لمسیان ووژل شول.

هنیه له ۱۹۸۰مې لسیزې د حماس غړیتوب ترلاسه کړ او د وخت په تېرېدو سره، د دغه غورځنګ پر مهمې څېرې بدل شو.
په حماس کې د هغه فعالیتونو په تدریج سره، هغه یې د دغې ډلې په یوه مهم مشر بدل کړ.

په ۲۰۰۶ کال کې د فلسطین د استازو مجلس په ټاکنو کې د حماس له بریا وروسته، اسماعیل هنیه د فلسطیني ادارې د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د فتح او حماس تر منځ د شدیدو اختلافونو له امله په ۲۰۰۷ کال کې حماس د غزې کنټرول خپل کړ او هنیه په غزه کې د لومړي وزیر په توګه خپل کار ته دوام ورکړ.

په ۲۰۱۷ کال کې اسماعیل هنیه د حماس د سیاسي دفتر د رییس په توګه وټاکل شو. په دغه دریځ کې هغه د غورځنګ سیاسي او سټراټېژیکې لارښونې پر غاړه لرلې او د غورځنګ په سترو پرېکړو کې یې مهم رول لوبوه.

اسماعیل هنیه په وروستیو کلونو کې په قطر کې ژوند کاوه.

په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسماعیل هنیه یې د ترهګرۍ په نوملړ کې شامل کړ.   
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه