Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سویلي کوریا په شمالي کوریا کې له سیلاب ځپلو سره مرستې ته چمتو ده

په شمالي کوریا کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو وروسته، د سویلي کوریا سره صلیب نن (پنجشنبه) اعلان وکړ چې سیول چمتو دی چې پیونګیانګ ته مرستې ورسوي.

د رویټرز د راپور لمخې، د سویلي کوریا سره صلیب ویلي، که دوی مثبت ځواب ترلاسه کړي، غواړي د شمالي کوریا له چارواکو سره د اړتیا وړ مرستې د لیږد څرنګوالي، اندازې او طریقې په اړه خبرې وکړي.

دا اعلامیه د سویلي کوریا د یووالي وزارت لخوا خپره شوې چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ د چارو اداره کوي.

په همدې حال کې د شمالي کوریا په شمال لوېدیځ کې په سینوجو او یوجو سیمو کې سختو بارانونو او سېلابونو څه باندې څلور زره کورونه زیانمن کړي دي.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون سیلاب ځپلو سیمو ته ورغلی او د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو په اړه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د سویلي کوریا د یووالي د وزارت یوه چارواکي نن په شمالي کوریا کې د سیلابونو د زیانونو په اړه ویلي دي چې په شمالي کوریا کې د پام وړ انساني زیانونه اوښتي دي.

له بل لوري د جنوبي کوریا یوه تلویزیوني چینل راپور ورکړی چې په شمالي کوریا کې په دې پیښه کې له ۱۱۰۰ تر ۱۵۰۰ پورې کسان مړه یا ورک دي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې پیونګیانګ به د سیول وړاندیز ته مثبت ځواب و وايي او که نه؟

ورته مهال د شمالي کوریا په شمال لوېدیځ کې په سینوجو او یوجو سیمو کې سختو بارانونو او سېلابونو څه باندې څلور زره کورونه زیانمن کړي دي.

Thumbnail

په شمالي کوریا کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو وروسته، د سویلي کوریا سره صلیب نن (پنجشنبه) اعلان وکړ چې سیول چمتو دی چې پیونګیانګ ته مرستې ورسوي.

د رویټرز د راپور لمخې، د سویلي کوریا سره صلیب ویلي، که دوی مثبت ځواب ترلاسه کړي، غواړي د شمالي کوریا له چارواکو سره د اړتیا وړ مرستې د لیږد څرنګوالي، اندازې او طریقې په اړه خبرې وکړي.

دا اعلامیه د سویلي کوریا د یووالي وزارت لخوا خپره شوې چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ د چارو اداره کوي.

په همدې حال کې د شمالي کوریا په شمال لوېدیځ کې په سینوجو او یوجو سیمو کې سختو بارانونو او سېلابونو څه باندې څلور زره کورونه زیانمن کړي دي.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون سیلاب ځپلو سیمو ته ورغلی او د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو په اړه یې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د سویلي کوریا د یووالي د وزارت یوه چارواکي نن په شمالي کوریا کې د سیلابونو د زیانونو په اړه ویلي دي چې په شمالي کوریا کې د پام وړ انساني زیانونه اوښتي دي.

له بل لوري د جنوبي کوریا یوه تلویزیوني چینل راپور ورکړی چې په شمالي کوریا کې په دې پیښه کې له ۱۱۰۰ تر ۱۵۰۰ پورې کسان مړه یا ورک دي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې پیونګیانګ به د سیول وړاندیز ته مثبت ځواب و وايي او که نه؟

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه