د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه جنازه د پنجشنبې پر ورځ په تهران کې وشوه.
د دغې جنازې لمونځ د ایران د مذهبي مشر په امامت ادا شو.
د ایران د اسلامي شورا مشر په دغو مراسمو کې امریکا او اسراییل د هنیه پر قتل تورن کړ او زیاته یې کړه، چې دوی به اسراييلو ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.
د ایران د اسلامي شورا مشر، محمد باقر قالیباف و ویل: غاصب صهیونېست باید پوه شي چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر امن فضا برید به ورته ګران پریوځي او درنه بیه به یې پرې کړي.
په همدې حال کې د حماس غورځنګ مرستیال له هنیه سره د یوځای کسانو له قوله ویلي، نوموړی مستیقما د توغندي په برید کې وژل شوی دی.
غزه کې د حماس غورځنګ مرستیال، خلیل الحیه وايي: « زما د ګران ورور د پیښې په قضیه کې ، یو شاهد چې له اسماعیل هنیه ورور سره و هغه خونې ته ننوتل هنیه ورور هلته مستقیم په نښه شوی، اوس موږ د اړوندو لوریو له خوا د بشپړو تحقیقاتو په تمه یوو، دغه توغندیو، کړکۍ، دروازې او دیوالونه هم تخریبک کړي.»
نوموړی وايي ژر به اسراييل ته د دغه برید ځواب ورکړی: خلیل الحیه وايي: "دا د تاریخي خلکو ځای دی، دغه برید د ایران د اسلامی جمهوریت پر ضد شوی دی. د اسراییلو اشغالګر باید د دې برید قیمت ورکړی. موږ به اوس د دغه قیمت ادا کولو اړوندو مسوولینو ته پرېدو؛ خو اعلان کوو، چې اسرائیل به له سزا پرته پاتې نه شي.»
ورته مهال د اسلامي امارت سیاسي مرستیال هم خاورو ته د هنیه جسد د سپارلو په مراسمو کې د ګډون په موخه له قطر ته ولاړ.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت وايي: د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر په مشرۍ، لوړپوړی پلاوی چې ایران کې په رسمي سفر و، نن له تهرانه دوحې ته سفر وکړ څو د فلسطین د اسلامي غورځنګ د شهید شوي سیاسي مشر په جنازه کې ګډون وکړي.
په پام کې ده چې د اسماعیل هنیه جسد د جمعې پر ورځ د قطر پلازمېنه دوحه کې خاورو ته وسپارل شي.
په دې اړه مو اندونه