Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لویدیځ او مسکو ترمنځ د بندیانو ستره تبادله

روسیې او لویدیځو هېوادونو د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره کړه. 

 امریکایي خبریال، ایون ګرشکویچ او د دغه هېواد د پخواني سمندري سرتېري، پول ویلان په ګډون ګڼ امریکایي بندیان ازاد کړل چې په بدل کې یې امریکا او متحدینو یې هم هغه روسیي وګړي چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي و، ازاد کړل. 

د بندیانو دغه تبادله یوه ستره ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه بلل کیږي. 
د امریکا ولسمشر، جو بایډن د  بندیانو دغه تبادله یوه ډیپلوماټیکه لاسته راوړنه بللې او د ازادو شویو امریکایانو کورنۍ یې سپینې ماڼۍ ته دعوت کړې. 

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس لیکلي چې دغه تبادله د پخوانیو معاملو په څېر ذاتي ناانډول په ګوته کوي؛ امریکا او متحدینو یې د روسیې په سیاسي حقوقي نظام کې د بې اساسه تورونو له امله د نیول شویو خبریالانو په بدل کې هغه روسي وګړي خوشې کړل چې په جدي جرمونو تورن وو. 
 
جو بایډن په دې اړه ویلي: « دغه ډول هوکړې ننګونې پرېکړې دي. ماته د هېواد دننه او بهر تر امریکایي وګړو هیڅ هم مهم نه دي.»

دغه تبادله کې امریکا د انا چپمن په ګډون ۱۰ روسي وګړي او روسیې هم د سرګي اسکریپال په ګډون، چې بریټانیا ته د جاسوسۍ په تور نیول شو و، څلور تنه ازاد کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه