غزه کې د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه دولس تنه وژل شوي دي.
دغو بریدونو کې څلور تنه هغه کسان وژل شوي، چې په یوه روغتون کې یې د بې ځایه شویو په خېمه کې ژوند کاوه.
دغه برید تهران کې د حماس د سیاسي مشر، اسماعیل هنیه او لبنان کې هم د حزب الله د یوه لوړپوړي پوځې تر وژنې وروسته ترسره شوی دی.
اسراییل بیا د دغو دوو کسانو تر وژنې وروسته احتمالي برید لپاره چمتووالی نیسي.
د غزې روغتیا وزارت وایي، د دغې تړانګې شمال ته هم په یوه جلا برید کې د مور او پلار او درې ماشومانو په ګډون اته تنه وژل شوي دي.
دغه وزارت وایي، د جګړې له پیله تر دې دمه اسراییلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې څه د پاسه ۵۹۰ فلسطیني وګړي وژلي.
په دې اړه مو اندونه