Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بنګله دېش کې د پارلمان تر منحل کېدو وروسته پر لنډمهالي حکومت خبرې کیږي

د بنګله دېش ولسمشریزه ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وایي، د دغه هېواد پارلمان نن (سه شنبه) د لومړۍ وزیرې، شیخ حسینې تر استعفا او له هېواده د نوموړې تر وتلو وروسته منحل شو.
 
د بنګله دېش لومړۍ وزیرې، شیخ حسینې د نوموړې د استعفا په موخه تر سختو لاریونونو وروسته خپله دنده پرېښوده او له هېواده و وتله. 

بنګله دېش کې د دندو په قانون کې د بدلونونو په غبرګون کې لاریونونه وروسته تر هغې په تاوتریخوالي بدل شول چې دغو لاریونونو کې د سلګونه کسانو د وژنې خبرونه خپاره شول.

په ورته مهال، د بنګله دېش لوی درستیز، وقار الزمان ویلي، د شیخ حسینې له ګوند پرته یې له ګڼو سیاسي ګوندونو سره د لنډمهالي حکومت پر جوړولو خبرې کړي.

وقار الزمان چې تېره زېږیزه میاشت کې د بنګله دېش لوی درستیز ټاکل شوی، وایي، نوموړی به د بنګله دېش له ولسمشر، محمد شهاب الدین سره هم د لنډمهالي حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي. 

ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته تر هغې د پارلمان د منحل کېدو خبر ورکړ چې د زده کوونکو لاریونوالو مشرۍ د پارلمان د منحل کېدو غوښتنه وکړه او د غوښتنې نه منل کېدو په صورت کې یې د بدو پایلو خبرداری ورکړ. 

بنګله دېش کې دا مهال د پراخه ګډوډیو خبرونه هم ورکول کیږي چې د عیني شاهدانو په وینا، لاریونوالو د لومړۍ وزیرې تر وتلو وروسته د نوموړې استعفا د دولتي شتمنیو پر پېمالولو ونمانځله. 
 
بنګله دېش کې د شیخ حسینې تر استعفا او پارلمان تر منحل کېدو وروسته د دغه هېواد د سیاسي راتلونکي په تړاو ګڼې پوښتنې شته چې تر دې مهاله بې ځوابه پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه