فلسطیني چارواکي وایي، غزه کې پر یوه ښوونځي د اسراییلي ځواکونو په برید کې څه باندې سل تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي.
رویټرز راپور ورکړی چې دغه ښوونځی د سلګونه فلسطیني بې ځایه شویو پټنځای و چې کورونه یې په وروستیو بریدونو کې ویجاړ شوي و.
حماس رسنیز دفتر هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه برید د سهار لمانځه پر مهال ترسره شوی چې ډېره مرګ ژوبله لري.
خبرپاڼه کې راغلي، ډاکټران تر دې مهاله نه دي توانېدلي چې ټولو جسدونو او ټپیانو ته ورسیږي.
دغزې روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې پر دغې تړانګې د اسراییل د برید له پیله تر دې دمه شاوخوا ۴۰ زره فلسطیني وګړي وژل شوي چې ډېر یې ملکیان دي.
په دې اړه مو اندونه