اسراییل یو ځل بیا د غزې په شمالي خان یونس سیمه کې تېره شپه ناوخته له بې ځایه شویو فلسطینیانو غوښتي چې دغه سیمه پرېږدي.
اسراییل وروسته تر هغې د تخلیې دغه امر کړی چې خان یونس کې یې پر یوه ښوونځي چې ګڼ فلسطیني بې ځایه شوي پکې مېشت وو، برید وکړ.
دغه برید چې لږ تر لږه ۹۰ فلسطیني وګړي پکې و وژل شول، پراخه نړۍوال غبرګونونه یې راوپارول.
خان یونس کې د تخلیې دغه امر پر اېکس ټولنیزه رسنۍ او د خلکو ټلیفونونو ته استول شوی چې پکې راغلي: « د خپل خوندیتوب په موخه نوې جوړې شوې سیمې ته لاړ شئ. دغه سیمه چې تاسو پکې یاستئ د جګړې ګواښوونکې سیمه ده.»
غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې مسوولینو بیا ویلي، خلک په ډېر سخت وضعیت کې و او په خبره یې د تللو لپاره یې خوندي ځای نه و.
رویټرز راپور ورکړی چې نن (یک شنبه) اسراییل په خان یونس کې په یوه تازه هوایي برید کې هم څلور تنه وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
په دې اړه مو اندونه