رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د لبنان په سویلي نبطیه ښار کې د اسراییل په هوایي برید کې د دوه ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي.
راپور کې راغلي، دغه برید کې پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
د راپور لمخې، وژل شوي کسان ټول د سوریې اوسېدونکي وو.
دغه برید داسې مهال ترسره کیږي چې تېره ورځ (جمعه) د حماس له حضور پرته د امریکا، مصر، قطر او اسراییل ترمنځ د غزې د اوربند د دوه ورځنیو خبرو تر پایته رسېدو وروسته منځګړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې دغه خبرې رغنده بللې وې او زیاته کړې یې وه چې دغه خبرې به راتلونکې اوونۍ په قاهره کې دوام ومومي.
د اسراییل له لوري پر اشغال شوې جولان سیمه تر برید وروسته چې د لبنان پر حزب الله تپل شوی و، په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شو.
په دې اړه مو اندونه