Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

جرمني کې یوه کس د چړې په وسیله درې تنه وژلي

د جرمني په لوېدیځ سولینګن ښار کې تېره شپه ناوخته یوه کس د چړې په وسیله درې تنه وژلي او اته تنه نور یې ټپیان کړي دي. 

د جرمني پولیسو ویلي، دغه پېښه د سولینګن ښار د ۶۵۰ مې کلیزې په مراسمو کې رامنځته شوې ده او زیاتوي چې، د پنځو تنو ټپیانو وضعیت هم نازک دی.

پولیس وایي، د بریدګر د نیولو هڅې هم روانې دي. 

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولټز هم ویلي بریدګر باید ژر تر ژره ونیول شي او سزا ورکړل شي. 

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیرې، نانسي فزر بیا ویلي، امنیتي چارواکي به د پېښې د څېړنې او د بریدګر د نیولو لپاره پوره هڅې وکړي. 

دغه پېښه نیدرلنډ سره په پوله کې د سولینګن ښار کې په فرونهوف ډګر کې د دغه ښار د ۶۵۰ مې کلیزې په مناسبت مراسمو پر مهال رامنځته شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه