Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په بنګله دیش کې سیلابونو ۲۰ کسان مړه کړي دي

په بنګله دیش کې د وروستیو سیلابونو له امله څه کم ۲۰ تنه مړه دي او د موسمي ورښتونو له کبله په دغو سیلابونو کې څه باندې ۵ اعشاریه ۲ میلیونه کسان اغېزمن شوي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د بنګله دیشي چارواکو له قوله ویلي، سیلابونو خلکو ته  جدي ستونزې پیدا کړي او خلک خوړو، پاکو اوبو، درمل او کالیو ته اړتیا لري.

بنګله دیشي وګړو بیا ادعا کړې، چې دغه سیلابونه په هند کې د سیند د بند خوشې کولو له امله راوتلي دي؛ خو نوې ډيلي دغه ادعاوې رد کړې دي.

د بنګله دیش د هوا پېژندنې ادارې بیا خبرداری ورکړی، چې د موسمي ورښتونو له امله به دغه وضعیت همداسې دوام وکړي.

اخوا څه باندې ۴۰۰ زره کسانو په ۱۱ سیمو کې ۳ زره او ۵۰۰ پنډغالو ته پناه ور وړې ده.

په ۲۰۱۵ کې د یوې څېړنې په ترڅ کې د نړۍوال بانک له لوري اټکل شوی، چې په بنګله دیش کې ۳ اعشاریه ۵ میلیونه کسان د اقلیمي بدلون له امله له ګواښ سره مخ دي.

کارپوهانو بیا د دغې وضعیت دوام له فاجعې ډک بللی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه