د رویټرز خبري اژانس د راپورونو پر بنسټ، د اسراييل پلازمېنه تل ابیب کې د بنیامین نتنیاهو د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه دوام لري.
د دغه راپور لمخې، شاوخوا ۵۰۰ زره اسراييلو د حکومت ضد لاریون کړی دی.
لاریون کوونکي د بنیامین نتنیاهو پر واکمنۍ نیوکه کوي چې د غزې اوربند په پلي کولو او د یرغمل شویو په راخوشې کولو کې پاتې راغلی دی.
د اسراييل د کاریګرو ټولنې په اعتراضي بڼه په ټول هېواد کې نن (دوشنبه) یو ورځنی عمومي اعتصاب هم اعلان کړی دی.
په تل ابیب کې واټونو ته راوتلي لاریون کوونکي له حکومت غواړي چې له حماس غورځنګ سره د پاتې ۱۰۱ تنو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره پوره هڅه وکړي.
دغه لاریون کوونکي چې د لومړي وزیر د دفتر مخ ته راټول شوي، په غزه کې د یرغمل شویو عکسونه هم له ځان سره لېږدوي.
اخوا پولیس هڅه کوي چې د لاریون کوونکو مخه ونیسي خو پر دغه چاره نه دي بریالي شوي.
دغو لاریونونو وروسته له هغې پراخیږي چې په غزه کې د شپږو تنو یرغمل شویو اسراييلي وګړو د وژل کېدو راپور خپور شوی دی.
په دې اړه مو اندونه