تېره ورځ د اوکراین په پولتاوا ښار کې پر یوه پوځي انسټیټوټ هوايي برید شوی چې درنه مرګ ژوبله یې اړولې ده.
په دغه هوايي برید کې، لږ تر لږه ۵۰ وژل شوي او ۲۷۰ نور ټپیان دي.
اخوا د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلنسکي د دغه برید پړه پر روسیې اچولې او غوښتنه یې کړې چې ورسیه باید ځواب وویونکي اوسي.
زېلنسکي زیاته کړې: "زموږ وروستۍ شمېرې دا دي چې د دغه برید قربانیان ۵۱ ته پورته شوي دي. روسیه باید په دغه برید ځواب ویوونکي وګڼل شي."
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغه هوايي برید کې دوه بالیستیکي توغندي کارول شوي چې د یاد انسټیټوټ ودانۍ یې تر ډېره ویجاړه کړې او مړي او ټپیان تر خاورو لاندې شوې دي.
د پولتاوا ښار مسوولینو بیا ویلي چې اوس هم شاوخوا ۱۵ تنه تر خاورو لاندې بند پاتې دي چې د مرګ او ژوند په اړه یې جزییات نه دي ورکړ شوي.
زېلنسکي تېر ماښام په یوه خپره شوې ویډيو کې ویلي خپله ټوله هڅه کوي چې تر خاورو لاندې بند پاتې کسان هم خوندي را وباسي.
اخوا روسیې بیا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه