Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیې د چینایي اجزاوو په کارولو نوې بې‌پیلوټه الوتکې جوړې کړي

رويټرز د خپلو معلوماتو او​ دوو اروپايي استخباراتي سرچينو په حواله راپور ورکړی چې، روسیې تېر کال له چينايي ماشینونو د (ګارپیا ای۱) په نوم د يوې نوې ځانمرګې بې پيلوټه الوتکې د جوړولو کار پیل کړی و چې، له اوکراين سره جګړه کې يې کارولې ده.

دغو معلوماتو کې د نوې ډرون د تولید هوکړه‌لیک، د تولید په تړاو د شرکت لیکونه او مالي اسناد شامل دي چې، ښیي د روسیې د وسلو دولتي شرکت، له ۲۰۲۳ زېږیز کال له جولای د ۲۰۲۴ تر جولای له ۲۵۰۰ ډېرې دغه بې‌پيلوټه الوتکې جوړې کړې دي. 

راپور کې راغلي دغه ډول بې‌پیلوټه الوتکې تر دې وړاندې نه‌دي تولید شوي. 

یادو سرچینو له جزییاتو پرته رویټرز سره د دغه ډرون انځورونه شریک کړي دي. 

رویټرز لیکلي چې، معلومات یې دغه پایلې باوري ښیي؛ خو انځورونه یې نه‌دي تایید کړي. 

د روسیي دفاع وزارت په دې تړاو د رویټرز پوښتنې ته ځواب نه‌دی ورکړی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه