Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ډونالډ ټرمپ د ترور دویمه ناکامه هڅه وشوه

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند، ډونالډ ټرمپ په فلوریډا ایالت کې ګلف لوبه کوله چې څنګ ته یې ډزې شوې دي.

راپور زیاته کړې، چې بریدګر کلاشینکوف ( AK-47) ډوله وسله پر ځای پرېښې او په یوه موټر کې تښتېدلی دی.

 وروسته بیا امنیتي ځواکونو خبر ورکړی، چې د دغه برید شکمن کس یې نیولی دی.

په فلورېډا ایالت کې پر ډونالډ ټرمپ د ترور له ناکامې هڅې وروسته سیمه د پولیسو تر جدي څار لاندې ده.

د رویټرز د راپور لمخې، په دغه قضیه کې د امریکا فډرال څېړنیزه اداره (FBI) هم دخیله شوې او دغه پېښه یې د ترور هڅه یاده کړې ده.

تر دې دمه د نیول شوي کس په اړه نور جزییات نه دي ورکړ شوي؛ خو راپورونو دومره ویلي، چې دغه شکمن بریدګر د اوکراین او روسیې په کړکېچ کې د اوکراین پلوي کوي.

دا په تېرو درې میاشتو کې دویم ځل دی چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د ترور هڅه کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه