د بریټانیا بهرنیو چارو وزیر ډیوډ لامي لبنان کې د اسراییل په پرله پسې بریدونو او دغو بریدونو کې د حزب الله د مشر تر وژنې وروسته د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره خبرې کړې دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دواړو خواوو د لبنان او سراییل ترمنځ پر اوربند هوکړه کړې او ټینګار یې کړی، چې د لبنان او اسراییل د خلکو د امنیت او ثبات لپاره یوازینۍ حل لاره ډیپلماټیکې خبرې دي.
لامي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « موږ د وینې تویېدو پایته رسولو لپاره د اوربند پر اړتیا هوکړه وکړه.»
هغه د ملګرو ملتونو په ۷۹مه سرمشریزه کې هم د اسراییل او حزب الله ترمنځ د بېړني اوربند غوښتنه کړې وه.
د بریټانیا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژره له لبنان څخه و وځي.
په دې اړه مو اندونه