د اسراییل پوځ نن (چهارشنبې) اعلان کړی چې، د دغه هېواد پلې او زغروالې پوځي قطعې، د لبنان په سوېل کې، له ځمکنیو عملیاتو سره یوځای شوې دي او پر حزبالله فشارونه زیاتوي؛ ځکه چې، اسراییل د ایران د توغندیز بریدونو د غچ اخیستو لپاره چمتو کېږي.
رویټرز خبري اژانس د اسراییل د پوځ له قوله راپور ورکړی چې، ځمکني عملیات په سرحد کې د تونلونو او ټولو بېخبناوو د ویجاړولو په موخه کېږي او د پراخو عملیاتو او د بیروت یا د لبنان په سوېل کې د کوم بل ستر ښار د په نښه کولو لپاره هېڅ ډول پروګرام نشته.
ایران د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې، پر اسراییل یې خپل توغندیز بریدونه پای ته رسولي؛ خو دا چې ډېر تحریکات وشي. په داسې حال کې چې، اسراییل او امریکا قول ورکړی چې، ځواب به ورکړي.
د امریکايي خبري وېبپاڼې اکسیوس د راپور پر بنسټ، اسراییل تمه لري چې، په راتلونکو ورځو کې «د پام وړ غچ» واخلي چې، شونې ده دننه په ایران کې د تېلو د تولید تاسیسات او نورې سټراټېژيکې سیمې په نښه کړي.
د ایران توغندیز بریدونو او په لبنان کې د اسراییل عملیاتو د نړۍ په کچه اندېښنې راپارولې دي.
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولتس، له ایران او حزبالله غوښتي چې، د اسراییل پر وړاندې له ځنډ پرته خپل بریدونه پای ته ورسوي چې، ایران د ټولې سیمې د لولپه کېدو خطر له ځان سره لري.
له دې سره هممهاله، ایران اعلان کړی چې، د سېشنبې پر شپه پر اسراییل برید یوازې نظامي تاسیساتو ته متمرکز وو او د حزبالله د مشر حسن نصرالله د وژل کېدو، په لبنان او غزه کې د حزبالله پر ضد د اسراییل د یرغل په ځواب کې شوي دي.
بلخوا د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ایران د برید په ځواب کې ویلي چې، ایران به د دغو بریدونو درنه بیه پرې کړي.
اسراییل اعلان کړی چې، ایران په دغه برید کې ۱۸۰ بالستیکي توغندي توغولي دي.
واشنګټن هم ژمنه کړې چې، ایران به د سېشنبې شپې د برید له «سختو پایلو» سره مخ شي.
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین د اسراییل له دفاع وزیر یواو ګالانټ سره په خبرو کې ټينګار کړی، امریکا په ښه بڼه چمتو ده چې، په منځني ختیځ کې له خپلو ګټو دفاع وکړي.
ورتهمهال، د ایران د وسلهوال پوځ لوی درستیز ګواښ کړی چې، د اسراییل هر ډول ځواب به د دغه هېواد بېخبناوې «په پراخه کچه» له ویجاړۍ سره مخ کړي.