Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بیروت کې د اسراييل د تازه بریدونو له امله ۱۵ تنه وژل شوي

رویټرز راپور ورکړی، چې اسراییل د لبنان په سویل کې د حزب الله ۱۵ غړي وژلي دي. 

اسراییل وایي، نن یې په جلا جلا بریدونو کې بیروت په نښه کړی دی. 

اسراییل چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له حماس سره په جګړه کې دي، لبنان ته یې هم له حزب الله سره تر دوو اوونیو جګړو وروسته ځواکونه استولي، چې د ایران او امریکا د ښکېلېدو امکان یې زیات کړی دی.

یوې امنیتي سرچینې بیا رویټرز ته ویلي، چې دغو بریدونو کې د لبنان د پارلمان تر څېرمه یوه ودانۍ هم په نښه شوې ده.

په ورته مهال، رویټرز د درېیو ایراني سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي، د حزب الله مشر سید حسن نصرالله ته د نوموړي تر وژنې څو ورځې وړاندې د هغه د ترور په تړاو خبرداری ورکړی و او ورته یې ویلي و چې له لبنانه و وځي.

اسراییل چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له حماس سره په جګړه کې دي، لبنان ته یې هم له حزب الله سره تر دوو اوونیو جګړو وروسته ځواکونه استولي چې د ایران او امریکا د ښکېلېدو امکان یې زیات کړی دی.

شریک یي کړئ