Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عباس عراقچي: اسراييل دې د ایران اراده نه ازمايي

د ایران بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي اسراييل ته ګواښ کړی چې که د ایران پر خاوره هر ډول برید وکړي نو له غبرګون یا ځواب سره به مخ شي.

عراقچي ګواښ کړی چې اسراييل دې د ایران اراده نه ازمایي.

هغه یو ځل بیا ټينګار کړی چې د اسراييل پر وړاندې له هر ډول "مقاومته" به ملاتړ ته دوام ورکړي.

دغه خبرې وروسته له هغې کیږي چې تېره اونۍ تهران پر لبنان د اسراييل د بریدونو په ځواب کې پر پلازمېنې تل ابیب نږدې ۲ سوه توغندیز بریدونه وکړل.

د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې په پام کې ده چې عباس عراقچي د منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړي او د سیمې د روان وضعیت او پر لبنان او غزې د اسراييل د "جرمونو" د درېدو غوښتنه وکړي.

اخوا اسراييلي ځواکونو هم پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

تازه د دغه هېواد پوځ ویلي، د لبنان پر سویل لویدیځ کې یې هم ځمکني عملیات پیل کړې دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، ملګري ملتونه بیا د روان کړکېچ د پایته رسولو لپاره پر ډيپلوماټیکه حل لار ټينګار کوي.

تازه اسراييل پوځ ویلي، د لبنان پر سویل لویدیځ کې یې هم ځمکني عملیات پیل کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه