د امریکا فلوریډا ایالت کې د ملټن زورور توپان له امله څه باندې یو میلیونه وګړو ته د تخلیې امر شوی دی.
د توپانونو پر وړاندې د امریکا د چمتووالي مرکز وایي، د ملټن توپان اوس مهال له مکسیکو د فلوریډا ختیځ ته رسېدلی او ډېرې ویجاړۍ یې رامنځته کړي دي.
رویټرز لیکلي، چې دغه توپان ګڼ استوګنیز کورونه ویجاړ کړي او پر میلیونونو خلکو یې برښنا پرې کړې ده.
فلوریډا کې د ملټن توپان له امله د مرګ ژوبلی راپورونه هم ورکړل شوې دي.
فلوریډا ته د ملټن توپان د رسېدو خبرداری تېره ورځ (چهارشنبه) ورکړل شوی و.
ملټن توپان چې د خلیج له اوبو پیاوړی شوی، ډېرې ویجاړۍ یې رامنځته کړي دي او فلوریډا کې هم خلکو ته د تخلیې امری شوی دی.
په دې اړه مو اندونه