اسوشیټډ پرس راپور ورکړی چې د لبنان په سویل کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو مرکز تېره ورځ (جمعه) یو ځل بیا په نښه شوی دی.
راپور کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په حواله لیکل شوي چې دغه برید کې دوه سوله ساتي ځواکونو ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو دغو بریدونو ګڼ نړۍوال غبرګونونه را پارولي دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو پر سوله ساتو ځواکونو برید غندلی او پر نړۍوالې ټولنې یې غږ کړی چې له نړۍوالو قوانینو د اسراییل د پرلپسې سرغړونې مخنیوی وکړي.
فرانسې هم تېره ورځ د ملګرو ملتونو پر دغو کارکوونکو د برید په غبرګون کې دغه هېواد کې د اسراییل سفیر احضار کړی و.
د لبنان د روغتیا وزارت د شمېرو لمخې، تېره یوه کال کې د اسراییل او حزب الله ترمنځ جګړه کې ۲زره او ۲۲۹ تنه وژل شوي او لس زره او ۳۸۰ نور ټپیان شوي دي.
په دې اړه مو اندونه