Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

چین او ویتنام لس بېلابېلې هوکړې لاسلیک کړې

چین او ویتنام د کرنې او پوله کې د راکړې ورکړې په برخه کې د کیو ار (QR)کوډ په وسیله د پیسو پرې کولو په ګډون ۱۰ بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. 

رویټرز لیکلي، چې دغه هوکړه لیکونه هانوی ته د چین د لومړي وزیر لي چیانګ د درې ورځني سفر په ترڅ کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوي دي. 

چین د ویتنام ستر اقتصادي شریک او د تولیدي برخې د وارداتو حیاتي سرچینه ده. د روان کال نهو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري ۱۴۸ میلیارده ډالرو ته رسېږي، چې د تېر کال نهو میاشتو پرتله ۲۱ سلنې زیاتوالی ښیي. 

د ویتنام لومړي وزیر له چین غوښتي، چې له دغه هېواد سره د کرنیزو محصولاتو سوداګري پراخه کړي او د دغه هېواد کرنیزو محصولاتو پر وړاندې د چین بازارونه پرانیزي. 

د ویتنام او چین ترمنځ دغه هوکړو کې یوه هم په پوله کې د وسپنې پټلۍ جوړول دي. 

و یتنام لومړي وزیر د وسپنې پټلۍ په وسیله د اتصال اړوند هوکړو پر عملي کېدو ټینګار کړی دی. 

دغو دوو اسیایي ګاونډیو بیا بیا د ریلي اتصال پياوړتیا ته لېوالتیا ښودلې، خو دغه برخه کې یې کوم مشخص پروګرام نه دی اعلان کړی.

شریک یي کړئ