Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍوال بانک: د بې وزلۍ د لمنځه وړلو په برخه کې د نړۍ هڅې بریالۍ نه وې

نړۍوال په یوه راپور کې ویلي، د نړۍ ۲۶ بې وزله هېوادونه چې ۴۰ سلنې تر ټولو بې وزلي کسان پکې اوسي، د ۲۰۰۶ کال پرتله یې اوس پور زیات دی.

دغه هېوادونه د طبیعي پېښو او نور زیانونو له امله هم اغېزمن دي.

راپور زیاته کړې چې په بې وزلو هېوادونو کې د «شدیدې بې وزلۍ» د لمنځه وړلو هڅې بریالۍ نه وې.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، نړۍوال بانک د نړۍ د بې وزلو هیوادونو وضعیت ته د رسیدو لپاره د مرستندویه صندوق جوړولو په موخه ۱۰۰ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.

نړۍوال بانک زیاته کړې، چې د دغو ۲۶ هېوادونو له ډلې دوه پر دریمه برخه یا په وسله والو جګړو کې ښکېل دي او یا هم د اداري او ټولنیزې کمزورۍ له امله چې بهرنۍ پانګونه یې محدوده ده، د نظم په ساتلو کې ستونزې لري.

ددې ترڅنګ نږدې ټول دغه هېوادونه د لومړنیو توکو په صادراتو پورې تړلي دي.

په دغه راپور کې په مشخص ډول د افغانستان په اړه مالومات نه دي ورکړ شوي خو په اړه یې دومره ویل شوي چې په نوملړ کې د افغانستان او یمن نومونه هم شته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه