د کار نړۍوال سازمان وایي، غزه کې د اسراییل د بریدونو له پیله تر دې دمه د بیکارۍ کچه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.
دغه سازمان وایي، د بیکارۍ له امله د غزې اقتصاد هم ۸۵ سلنې ښکته راغلی، چې د غزې نږدې ټول ۲.۳ میلیونه نفوس له لوږې سره مخ دی.
رویټرز د کار نړۍوال سازمان په حواله راپور ورکړی، چې غزه او لویدیځه غاړه کې جګړې کاري زمینې او اقتصاد ډېر زیانمن کړی.
راپور کې راغلي، چې لویدیځه غاړه کې د تېر کال له اکټوبر میاشتې د روان کال تر سپټمبر پورې د جګړې له امله ۳۴.۹ سلنې کاري زمینې لمنځه تللي او دغه موده کې بیا د لویدیځې غاړې اقتصاد ۲۱.۷ سلنې زیانمن شوی دی.
د کار نړۍوال سازمان د معلوماتو لمخې، تر جګړې وړاندې غزه کې د بیکارۍ کچه ۴۵.۳ سلنې وه او لویدیځه غاړه کې بیا ۱۴ سلنې وه.
د غزې روغتیا وزارت شمېرې ښیي، چې اسراییل پر دغه تړانګه د برید له پیله تر دې دمه څه باندې ۲۴زره کسان وژلي دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو لمخې، دغه موده کې بیا ۱۶۳ زره ودانۍ، چې د دغې تړانګې د ودانیو درېیمه برخه جوړوي، ویجاړې شوې دي.