د اسراییل پوځ اعلان کړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې یې د حزبالله درې قومندانان او د دغې ډلې شاوخوا ۷۰ وسله وال یې په سویلي لبنان کې وژلي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې اسراییل نن (چهارشنبه) په سویلي لبنان کې څو سیمو ته د تخلیې خبرداری ورکړی او خلکو ته یې امر کړی چې خپلې سیمې پرېږدي او شمال ته کډه شي.
اسراییل له حزبالله سره د یو کلنو سرحدي نښتو وروسته په لبنان کې پراخ بریدونه پیل کړي دي.
تر دې دمه د اسراییل بریدونو لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه لبنانیان له خپلو کورونو بېځایه کړي او ۲۵۳۰ کسان یې وژلي، چې د لبنان د حکومت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې لږ تر لږه ۶۳ کسان وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه