Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسراییل پر ایران بریدونه کړي دي

اسراییل وایي، د ایران پوځي مرکزونه یې په نښه کړي دي.

رویټرز د ایراني رسنیو په حواله راپور ورکړی چې، نن (شنبه) د تهران په سویلي او لویدیځو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

ځینو امریکایي رسنیو بیا د اسراییل په حواله لیکلي چې دغو بریدونو کې د ایران د انرژۍ او اټومي زېرمې نه دي په نښه شوي. 

اسراییلي پوځ په یوه  خبرپاڼه کې ویلي: « د څو میاشو راهیسې د اسراییل پر وړاندې د ایراني رژیم د بریدونو په ځواب کې اوس د اسراییل دفاعي ځواکونه د ایران پر پوځي مرکزونو بریدونه کوي.»

اسراییل د روانې زېږیزې میاشتې په لومړۍ نېټه پر دغه خاوره د ایران تر توغندیزو بریدونو وروسته بیا بیا له ایرانه د غچ اخیستو خبرداری ورکړی و.

ایران د اکټوبر پر لومړۍ نېټه د اسراییل پر خاوره شاوخوا ۲۰۰ توغندیز بریدونه وکړل. 

د ایران سپاه پاسدارانو ویلي و چې دغه بریدونه یې تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د رییس، اسماعیل هنیه، لبنان کې د حزب الله د مشر سید حسن نصرالله او د سپاه پاسدرانو د یو لوړپوړي قومندان عباس نیل فروشان د وژل کېدو په غبرګون کې کړې دي. 

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې، دوی پر اسراییل دغه برید د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه، د لبنان د حزب‌الله د مشر حسن نصرالله او سپاه پاسداران د یو لوړپوړي قومندان عباس نیل فروشان د وژل کېدو په ځواب کې کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه