جاپان کې نن (یکشنبه) سراسري ټاکنې ترسره کېږي، چې د شیګرو ایشیبا د حکومت برخلیک به وټاکي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دغه ټاکنې به د انفلاسیون لوړې کچې او مالي فساد په تور واکمن ایتلاف له جدي ستونزو سره مخ کړي او د لیبرل ډیموکراټ ګوند لس کلنه واکمني به پایته ورسوي.
د ټاکنو وړاندوینه ښیي، چې لیبرال ډیموکراټ ګوند او اوږدمهالی شریک یې کومېټو به د لوړو بیو او چین سره د ترینګلو اړیکو له امله د پارلمان اکثریت له لاسه ورکړي.
که څه هم دغه وړاندوینه ښیي چې، واکمن ایتلاف به په ټوله کې ځواک له لاسه ور نه کړي، خو د اکثریت په بایللو سره به له ځينو کوچنیو ګوندونو سره یوځای کېدو ته اړ شي، چې د دغه ایتلاف په پالیسیو کې به بدلونونو ته لاره هواره کړي.
جاپان کې داسې مهال دغه ټاکنې ترسره کېږي، چې دې وروستیو کې د لوړو بیو او مالي فساد په ګډون اقتصادي ستونزو د رایې اچوونکو په منځ کې ډېرې اندېښنې راپورته کړې دي.
په دې اړه مو اندونه