Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فلسطین کې د مرستندویه ادارو د بندیز پرېکړه له سختو غبرګونونو سره مخ شوه

د اسراييل پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې لمخې به یې په غزې او د فلسطین په نورو برخو کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې بندې شي.

اوس مهال په فلسطین کې بې کوره شویو او بې ځایه شویو  ته د ملګرو ملتونو UNRWA بنسټ مرستې رسوي چې اسراييل په دې لټه کې دی چې دغه اداره او ورته نور بنسټونه وتړل شي.

اخوا د رویټرز خبري اژانس د خبر لمخې، د اسراييلو دغه اقدام یوازې د سیمې د هېوادونو نه بلکې د لویدیځو هېوادونو غبرګون هم راپارولی دی.

بل لور ته ځینو لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې د اسراييل دغه اقدام د هغو هېوادونو غبرګونونه هم راپارولي چې د اسراييل ملاتړي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پر اسراييل غږ کړی چې له دغې پرېکړې په شا شي.

ګوترش ټيڼګار کړی چې اسراييل مکلف دی چې نړۍوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.

هغه زیاته کړې چې په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه بنسټونو له تړل کېدو سره به د بې ځایه شویو وضعیت نور هم خراب شي.

د رویټرز خبري اژانس د وروستي راپور لمخې په جګړه ییزو سیمو کې څه باندې ۱۰۰ زره فلسطینیان بند پاتې دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر لمخې، د اسراييلو دغه اقدام یوازې د سیمې د هېوادونو نه بلکې د لویدیځو هېوادونو غبرګون هم راپارولی دی.

Thumbnail

د اسراييل پارلمان هغه طرحه تصویب کړه چې لمخې به یې په غزې او د فلسطین په نورو برخو کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارې بندې شي.

اوس مهال په فلسطین کې بې کوره شویو او بې ځایه شویو  ته د ملګرو ملتونو UNRWA بنسټ مرستې رسوي چې اسراييل په دې لټه کې دی چې دغه اداره او ورته نور بنسټونه وتړل شي.

اخوا د رویټرز خبري اژانس د خبر لمخې، د اسراييلو دغه اقدام یوازې د سیمې د هېوادونو نه بلکې د لویدیځو هېوادونو غبرګون هم راپارولی دی.

بل لور ته ځینو لویدیځو رسنیو راپور ورکړی چې د اسراييل دغه اقدام د هغو هېوادونو غبرګونونه هم راپارولي چې د اسراييل ملاتړي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پر اسراييل غږ کړی چې له دغې پرېکړې په شا شي.

ګوترش ټيڼګار کړی چې اسراييل مکلف دی چې نړۍوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.

هغه زیاته کړې چې په غزه کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه بنسټونو له تړل کېدو سره به د بې ځایه شویو وضعیت نور هم خراب شي.

د رویټرز خبري اژانس د وروستي راپور لمخې په جګړه ییزو سیمو کې څه باندې ۱۰۰ زره فلسطینیان بند پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه