د اسپانیا په ختیځ کې پروت والنسیا ښار کې د تېرې ورځې (سېشنبې) د سېلابونو د راتلو په پایله کې لږ تر لږه ۵۱ تنه مړه شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، ژغورونکو شپه مهال، د سېلابونو په اوبو کې د کسانو د لټون لپاره له بادي کښتیو کار اخیستی دی.
د والنسیا ځايي چارواکو اعلان کړی چې، په لرې پرتو او هغو سیمو کې چې لاسرسی ورته ناشونی دی لا هم خلک ګیرپاتې دي.
په دغې سیمه کې د بیړنیو خدمتونو ادارې له خلکو غوښتي چې، له هر ډول تګ راتګه ډډه وکړي.
په دې اړه مو اندونه