د امریکا نوي ولسمشر په خپله لومړنۍ وینا کې ویلي خپلې هغه ژمنې چې کړې یې دي، په ځانګړې توګه د ناقانونه کډوالیو او د پولو د تړلو په برخه کې به عملي کړي.
ښاغلي ټرمپ د ناقانونه کډوالو د ایستلو په هکله ویلي چې، امریکا یوازې قانوني کډوال مني.
هغه په نړۍ کې روانو جګړو ته هم نغوته کړې او زیاته کړې یې ده چې، د جګړې پلوی نهدی او په پام کې لري چې، شته جګړې پای ته ورسوي.
د امریکا نوي ولسمشر زیاته کړه:«موږ باید هغه سرحدونه وتړو، موږ غواړو چې، هغوی زموږ هېواد ته راشي؛ خو هغوی باید په قانوني توګه راشي. هغوی د قانون په مطابق باید قانوني راشي.»
ښاغلي ټرمپ همدارنګه د پياوړي پوځ پر جوړولو ټينګار کوي او وايي چې، د خپلې ولسمشرۍ په تېره دوره کې يې داعش ته ماتې ورکړې وه.
ډونالډ ټرمپ وايي:«موږ یو پیاوړی او ځواکمن پوځ غواړو او په ښه حالت کې اړ نه یوو چې، ګټه ترې پورته کړو، موږ څلور کاله جګړه نهده کړې، پرته له دې چې، موږ داعش ته ماتې ورکړې، هغوی ویل چې، زه به جګړه پیل کړم؛ خو زه به جګړه پیل نهکړم، زه غواړم جګړه ودروم. دا هم د ډیموکراسۍ لپاره یوه لویه بریا ده.»
دا په داسې حال کې ده چې، ډونالډ ټرمپ د الیکټرل کالج د ۲۷۷ رایو په ترلاسه کولو سره د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه وټاکل شو.
په دې اړه مو اندونه