ملګري ملتونه غزې په اړه وروستي راپور کې د فلسطیني او اسراییلي اوسېدونکو د ژوند د ګواښوونکي وضعیت خبرداری ورکوي.
دغه راپور کې ملګري ملتونه وایي، غزه کې د اسراییلي ځواکونو له لوري په بریدونو کې د وژل شویو شاوخوا ۷۰ سلنې ماشومان او ښځې دي چې له نړۍوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه یاده شوې ده.
غزې ته د بشري مرستو پر لېږد بندیز هم دغه تړانګه کې د وژل شویو د لوړې کچې یو ستر لامل یاد شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک پر اسراییلو غږ کړی چې ژر تر ژره نړۍوال قوانین او د جګړې اصول په پام کې ونیسي.
ولکر ترک د معتبرو محکمو له لوري غزه کې د نړۍوالو قوانینو د سرغړونې او تاوتریخوالي د تورونو د څېړني غوښتنه کړې ده.
دغه راپور کې د ۲۰۲۳ زېږیز کال له نومبر د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې غزه کې تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، که دغه تاوتریخوالی یو قصدي عمل وي نو جنګي جرم به وبلل شي.
راپور کې راغلي: « د عدالت نړۍوالې محکمې د بېلابېلو فرمانونو په صادرولو سره له اسراییلو غوښتي چې نسل وژنې او له ورته منع شویو چارو ډډه وکړي.»
ولکر ترک دغه راپور کې له هېوادونو غوښتي چې د دغه راز ظلمونو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي او د عدالت نړۍوالې محکمې په ګډون د محاکمې له میکانیزمونو ملاتړ وکړي.
په دې اړه مو اندونه