Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

قطر د اسراییل او حماس ترمنځ د خبرو اترو لپاره خپل منځګړیتوب ځنډولی دی

د قطر بهرنیو چارو وزارت د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې خپل منځګړیتوب ځنډولی، خو دوحه کې یې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په تړاو وروستي راپورونه رد کړي دي. 

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قطر لس ورځې وړاندې اسراییل او حماس ته خبرداری ورکړی و، چې که هوکړې ته ونه رسېږي، نو دغه برخه کې خپلې هڅې دروي. 

د قطر بهرنیو چارو  وزارت دوحه کې د حماس سیاسي دفتر د ښکېلو خواو ترمنځ د اړیکو لپاره مهم یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه دفتر تېر کې هم غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې مرسته کړې ده. 

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید بن محمد الانصاري دغه خبرپاڼه کې ویلي، که دواړه خواوې (اسراییل او حماس) د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې هوکړې ته ورسېږي، نو قطر به هم منځګړیتوب ته دوام ورکړي. 

 مجید بن محمد الانصاري دغه راز وایي، د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د لومړۍ هوکړې پر مهال ځینو لورو دغه جګړه د خپلو سیاسي موخو لپاره اوږدوله. 

هغه ویلي، قطر د ۱۹۶۷ کال د پولو سره سم، چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه ده، د یوه خپلواک هېواد لپاره د فلسطینيانو د هڅو ملاتړ کوي. 

تېره ورځ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې، قطر د امریکا په غوښتنه لس ورځې وړاندې له حماس غوښتي، څو له دغه هېواده و وځي.

د قطر بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قطر لس ورځې وړاندې اسراییل او حماس ته خبرداری ورکړی و، چې که هوکړې ته ونه رسېږي، نو دغه برخه کې خپلې هڅې دروي. 

Thumbnail

د قطر بهرنیو چارو وزارت د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې خپل منځګړیتوب ځنډولی، خو دوحه کې یې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په تړاو وروستي راپورونه رد کړي دي. 

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قطر لس ورځې وړاندې اسراییل او حماس ته خبرداری ورکړی و، چې که هوکړې ته ونه رسېږي، نو دغه برخه کې خپلې هڅې دروي. 

د قطر بهرنیو چارو  وزارت دوحه کې د حماس سیاسي دفتر د ښکېلو خواو ترمنځ د اړیکو لپاره مهم یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه دفتر تېر کې هم غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې مرسته کړې ده. 

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید بن محمد الانصاري دغه خبرپاڼه کې ویلي، که دواړه خواوې (اسراییل او حماس) د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو په برخه کې هوکړې ته ورسېږي، نو قطر به هم منځګړیتوب ته دوام ورکړي. 

 مجید بن محمد الانصاري دغه راز وایي، د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د لومړۍ هوکړې پر مهال ځینو لورو دغه جګړه د خپلو سیاسي موخو لپاره اوږدوله. 

هغه ویلي، قطر د ۱۹۶۷ کال د پولو سره سم، چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه ده، د یوه خپلواک هېواد لپاره د فلسطینيانو د هڅو ملاتړ کوي. 

تېره ورځ رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې، قطر د امریکا په غوښتنه لس ورځې وړاندې له حماس غوښتي، څو له دغه هېواده و وځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه