نن (سې شنبه) د مسکو او کییف ترمنځ د روانې جګړې زر ورځې پوره شوې.
رویټرز راپور ورکړی چې اوکراین کې لسګونه کسان د دغې جګړې د ۱۰۰۰مې ورځې د نمانځې په مناسبت واټونو ته راوتلي وو.
راوتلي کسان وايي، ټوله تمه یې د روانې جګړې ختمېدو ته څو دغه وضعیت بل کال ته و نه غځیږي.
راپور زیاته کړې چې دا په داسې حال کې ده چې د بایډن ادارې تازه اوکراین ته اجازه ورکړې چې په روسیه کې امریکايي وسلې کارولای شي خو دغه دریځ به ښايي د نوي منتخب ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له راتګ وروسته بدل شي.
رویټرز ویلي په دغې ۳۳ میاشتنۍ جګړه کې، زرګونه اوکرایني وګړي وژل شوي او څه باندې ۶ میلیونه یې اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دي.
دغه جګړه له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د لویدیځ تر ټولو سخته جګړه ګڼل شوې چې روسیې پکې د ولادیمیر پوتین په مشرۍ د هوا او اوبو له لارې پر اوکراین برید وکړ.
اخوا د اوکراین له لوري هم د روسیې پر بیلابیلو سیمو بریدونه شوي چې د تلفاتو کره شمېر یې تر اوسه نه دی وړاندې شوی.
رویټرز ویلي، اوس د ټرمپ راتګ، چې ژمنه یې کړې چې په چټکۍ سره به جګړه پایته ورسوي، پرته له دې چې څرنګوالی یې څرګند کړي، د امریکا د پوځي مرستو او د پوتین پر وړاندې د متحد لویدیځ دریځ راتلونکی له پوښتنو سره مخ کوي او د جګړې د پایته رسولو لپاره د خبرو اترو احتمال لوړوي.