Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پوتین: ښایي د کییف د پرېکړې کولو ځایونه په نښه کړو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له لوري د لویدیځ د لیري واټن ویشتونکو توغندیو کارونې ته په غبرګون کې د کییف د پرېکړې کولو مرکزونو د په نښه کولو خبرداری ورکړ. 

هغه دغه راز د نویو نندارې ته وړاندې شویو اورشنیک توغندیو پر توغولو هم ټینګار کړی دی. 

پوتین ویلي: « دا مهال دفاع وزارت او لوی درستیز اوکراین کې د هدفونو د په نښه کولو په حال کې دي.»
 
رویټرز راپور ورکړی چې، روسیې له اوکراین سره په ۳۳ میاشتو جګړه کې تر دې مهاله د وزارتونو، پارلمان یا هم د ولسمشر د دفتر په ګډون کومه دولتي ودانۍ نه ده په نښه کړې. 

د روسیې ولسمشر د اورشینیک توغندیو په اړه ویلي: « د دغه توغندي د توغولو پر مهال د عناصرو تودوخه ۴زره درجو ته رسیږي او دا وړتیا هم لري چې د ځمکې په ژورو کې خوندي ځایونه په نښه کړي.»

پوتین داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې، د کییف او مسکو ترمنځ جګړه د دواړو لورو د درنو وسلو کارونې له امله نوره هم پراخه شوې ده.

شریک یي کړئ