Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونسکو: ښځينه خبریالانې تر نورو ډېر له انلاین تاوتریخوالي سره مخ دي

د ملګرو ملتونو ښوونیز علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) وایي، پر ښځينه خبریالانو په نامناسب ډول انلاین تاوتریخوالی کیږي.

دغه موضوع  د ملګرو ملتونو له لوري د جنسیت له اړخه تاوتریخوالي سره د مبارزې په ۱۶ ورځني ورکشاپ کې مطرح شوې ده.

یونسکو ویلي، د هر خبریال پر  وړاندې ګواښ د بیان د ازادۍ پر وړاندې ګواښ دی.

دغه سازمان پر ښځینه ژورنالستانو جنسیتي تاوتریخوالی بد نامول، جنسیتي نفرت اچوونکې خبرې، انلاین ځورول، فزیکي بریدونه، جنسي تېری او وژنې یادې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم دغه ورکشاپ کې ویلي، نړۍ کې له هرو درېیو ښځو یوه یې له جنیستي تبعیض سره مخ کیږي. 

دغه سازمان ویلي، پر ښځو تاوتریخوالی له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ کې پېښیږي.

شریک یي کړئ