Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا اوکراین ته د ۷۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت وسله ورکوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هېواد به اوکراین ته د ۷۲۵ میلیونه ډالرو په ارزښت توغندي، مهمات، ضد پرسونل ماینونه او نورې وسلې واستوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دا مرسته د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې له لوري کېږي چې غواړي د خپلې واکمنۍ له پاېته رسېدو مخکې د روسي پر وړاندې د کییف ملاتړ پیاوړی کړي.

بلینکن په یوه اعلامیه کې و ویل، دا مرسته به د سټینګر توغندي، موبایل توپچي راکټ سیسټمونو مهمات، ډرونونه او ځمکني ماینونه، او نور تجهیزات شامل وي.

بلېنکن ویلي: «امریکا او له ۵۰ زیاتو هېوادونو سره متحد دي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې اوکراین د روسي یرغل پر وړاندې د خپل دفاع لپاره اړینې وړتیاوې لري.»

رویټرز تېره اونۍ راپور ورکړی و چې د بایډن اداره پلان لري چې دا تجهیزات، چې ډېری یې ضد ټانک وسلې دي، د روسي ځواکونو د بریدونو د مخنیوي لپاره اوکراین ته ور کړي.

تمه ده چې ټرمپ د اوکراین په اړه د امریکا سټراټيژي بدله کړي، ځکه هغه د بایډن د کییف د ملاتړ پالیسي غندلې او د جګړې ژر ختمول یې د خپلو کمپایني ژمنو مهمه برخه یاده کړې.

رویټرز خبري اژانس تېره اونۍ راپور ورکړی و چې د بایډن اداره پلان لري چې دا تجهیزات، چې ډېری یې ضد ټانک وسلې دي، د روسي ځواکونو د بریدونو د مخنیوي لپاره اوکراین ته ور کړي.

شریک یي کړئ