د سویلي کوریا د واکمن ګوند (د خلکو د ځواک ګوند) مشر وایي، د دغه هېواد ولسمشر یون سوک یول باید د پوځي حکومت د اعلانولو له امله ګوښه کړای شي.
خو حکومت نن (جمعه) سویلي کوریا کې د پوځي حکومت اعلانولو په تړاو راپورنه رد کړي دي.
یون سوک یول تېره ورځ (پنجشنبه) د دغه هېواد ځواکونو ته امر وکړ چې د نوموړي مخالفین او د هغه په خبره د "دولت پر وړاندې زورواکي" وځپي خو د خپل ګوند د غړو په ګډون یې د پارلمان تر مخالفت وروسته دغه امر لغوه کړ.
رویټرز راپور ورکړی چې د سویلي کوریا د دولت مخالف ډیموکراټ ګوند د دغه هېواد ولسمشر پارلمان ته استیضاح کړی دی او ټاکل شوې سبا (شنبه) پارلمان ته حاضر شي.
د سویلي کوریا دفاع وزیر که څه هم دغه هېواد کې د پوځي حکومت اعلانولو په تړاو راپورونه رد کړي خو د واکمن ګوند مشر بیا ولسمشر یون د ځینو سیاسي مخالفینو پر نیولو تورن کړی دی.
د خلکو د ځواک ګوند مشر، هن ډانګ هون و ویل: « زه باور لرم چې د وروستیو خبرونو له امله د یون سوک یول د ولسمشرۍ بېړني ځنډول د کوریا جمهوریت او د دغه هېواد د خلکو خوندیتوب لپاره مهم دي.»
خو د واکمن ګوند ځینو نورو غړو بیا تر استیضاح وړاندې د ولسمشر د استعفا غوښتنه کړې.
د رویټرز د راپور لمخې، د واکمن ګوند دغه غړي وېره لري چې، په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشر پارک ګیون هي تر استیضاح وروسته د محافظه کار ګوند پرځېدل تکرار نشي.