Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوریه کې سیاسي بدلون؛ د بشارالاسد حکومت وپرځېد

د هیت تحریر الشام ډلې د سوریې پر پلازمېنې تر ولکې وروسته د دغه هېواد د ولسمشر بشارالاسد د وتلو له اعلان سره د نوموړي ۲۴ کلنه واکمني پایته ورسوله. 

رویټرز هم د دوو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې، د سوریې ولسمشر له دغه هېواده وتلی دی. 

راپور کې راغلي چې، د دمشق د نیولو په تړاو د راپورونو سره سم د دغه ښار له هوایي ډګره یوه سوریایي الوتکه هم الوتې ده.

راپور کې د دوو سرچینو په حواله له رادار څخه د الوتکې ورکېدو له امله د بشارالاسد د مړینې احتمال هم ورکړل شوی دی. 

پر دمشق تر ولکې وروسته تحریر شام ډلې د سوریې په دولتي ټلویزیون کې اعلان وکړ چې، د بشارالاسد ۲۴ کلنه واکمني یې پایته ورسوله. 

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو بیا ښیي، چې د سوریې لومړی وزیر محمد الجلالي د هیت تحریر شام وسله والو غړو له لورې له خپله کوره بدرګه کېږي او ویل کېږي چې، ښایي نوموړی د بشار الاسد مخالفینو ته د حکومت واک ولېږدوي.

سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي هم دغه هېواد کې پر ثبات ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د سوریې خلک په خپل هېواد کې تر جګړې وروسته ټولګډونی حکومت غواړي. 

سوریه کې دغو بدلونونو ګڼ نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، سوریه کې وضعیت څاري او په دې اړه له سیمه ییزو شریکانو سره په اړیکه کې دی. 

د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، سوریه کې وضعیت څاري او په دې اړه دمشق کې د ایټالیا له سفارت او د سوریې د لومړي وزیر له دفتر سره په اړیکه کې دی. 

سوریه کې د حکومت تر پرځېدو وروسته د دغه هېواد نږدې دوه زره سرتېري عراق ته لاړل.

شریک یي کړئ